افغانستان خپلواک هیواد دى کولاى شي له هر هېواد سره ستراتيژيک تړون ولري
رحمت اله روان رحمت اله روان

ولسي جرګي دافغانستان اوامريکا ترمنځ دستراتيژيکې تړون ددوديزي لوى جرګې دجوړولو اودبن دکنفرانس په باب دبهرنيو چارو دوزير اودملي امنيت دسلاکار ځوابونه واوريدل.دولسي جرګې په عمومي غونډه کې چې ددوشنبی په ورځ ددغه مجلس دعمومي نايب  په مشرۍ جوړه شوه دبهرنيو چارو وزير ډاکترزلمي رسول اودملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفرسپنتا دافغانستان او دامريکا ترمنځ دستراتيژيکي تړون دلاسليک ، دبن دکنفرانس او دددويزي لوى جرګې دجوړولو په باب د وکېلانو پوښتنو ته ځوابونه وويل . دملي امنيت سلاکار دافغانستان اوامريکا ترمنځ دستراتيژيکي تړون د لاسليک په باب دوکېلانو پوښتنو ته ځواب ووايه اودد غه تړون په باب دمقدماتي څيړنو په باره کې يې خبرې وکړي اوپه ستراتيژيکي تړون کې دافغانستانن دبشپړې خپلواکې په ساتنې اوپه ا قتصادي وده اودملي ګټو په ساتنې اوپه ملي شورا کې دخلکو له استازوسره په سلامشوري باندې ټينګاروکړ. دغه راز دملي امنيت سلاکار په افغانستان کې دامريکا ددايمي پوځي اډو دجوړولو په باب دوکېلانو دپوښتنو په وړاندې څرگندونې وکړي او زياته يي کړه :  په هغه کاري سند کې چې دامريکايي مقاماتو له خوا دافغانستان حکومت ته وړاندې شوي ددايمي همکاريو، اقتصادي ودي اوملي اوسيمه ييزوفاق ته اشاره شوې ده خوپه هيواد کې د دايمي پوځي اډو دجوړولو په باب څه نه دى طرحه شوي . دملي امنيت سلاکار ددوديزي لوى جرګې دجوړولو هدف په مهمو ملي مسلو کې سلامشوري وبللي اوټينګاريې وکړ چې دلوى جرګې جوړول او واکونه يې په اساسي قانون کې تسجيل شوي دي اوهغه دوديزه جرګه چې ټاکل شوې ده په نږدي راتلوونکې کې جوړه شوي په هيڅ صورت به دافغانستان دملي شورا ځاى ونه نيسي .

د ملي امنيت د شورا سلاکار وايي، چې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون لپاره د هېڅ ګاونډي هېواد اجازې او مشورې ته اړتيا نه شته ،سپنتا د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې وويل، چې افغانستان يو خپلواک هېواد دى او کولاى شي له هر هېواد سره، چې وغواړي ستراتيژيک تړون ولري،هغه وايي: موږ حق لرو، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د قانون د حاکميت او د اقتصادي برخې د پياوړتيا لپاره قوي متحدين ولرو ،ده له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو په اړه وويل: له هندوستان پرته نور ګاونډي هېوادونه په دې اړه اندېښنې لري، خو موږ د چا د ګواښ او اندېښنې پروا نه ساتو، ځکه دوى، چې کله اتوم بم جوړاوه او يا يي ترهګرو ته ځاى ورکاوه، له موږ سره يي مشوره نه ده کړې،د ده په وينا، پر ياد شوي تړون کې شرطونه دا دي، چې افغانستان به په ټولو برخو کې خپلواک وي او د شکمنو افغانانو نيونه او د کورونو د تلاشۍ چارې به هم د افغان ځواکونو له لوري ترسره کېږي.

دغه راز سپنتا وويل، د افغانستان بل شرط دا دى، چې امريکا به له افغان ځواکونو سره د روزنې او تجهيز په برخه کې، په هېواد کې د امنيتي ستونزو تر له منځه تلو مرستې کوي،د هغه د معلوماتو له مخې، د افغانستان د اقتصادي برخې پياوړې کول، د نړيوالو مرستو ٨٠سلنه د افغان حکومت له لارې لګول او افغانستان ته د سيمه ييزو همکاريو لارې چارې برابرول هم له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لپاره د افغانستان له شرطونو څخه دي ،همدا راز سپنتا وویل،چی له امریکا سره به دستراتیژیکو اړیکو په اړه ملی شورا تصمیم نیسی،همدا راز نوموړی دعنعنوی جرګی په اړه وویل چی عنعنوی جرګه به افغانی حکومت ته یوا ځی مشوره ورکوې

همداراز سپنتا زياته کړه، چې په افغانستان کې د امريکا د دايمي پوځي اډو په اړه تر اوسه امريکايي چارواکو په ليکلې بڼه افغان چارواکو ته څه نه دي ويلي، خو د ده په باور د دغو اډو شتون اړين دى، ترڅو افغانستان خپلو هيلو ته ورسېږي او د ګاونډيو هېوادونو لاس وهنه په کې کمه شي ،

هغه زياته کړه: ٣٢کاله کېږي، چې دغه ګاونډيان پر موږ لوبې کوي، نور نو بس ده، خو دی زیاتوی چی په دی برخه کی هم افغان حکومت ځینی شرطونه لری،د سپنتا په وينا، د امريکا د دايمي پوځي اډو شتون بايد ملي شورا تصويب کړي او له يادو اډو بايد د افغانستان له خاورې د هېڅ هېواد پر ضد ګټه وانه خيستل شي

 په همدي ترتيب دبهرنيو چارو وزير دګاونديوهيوادونو پرخلاف په افغانستان کې دامريکا له پوځي اډو څخه دکار نه اخيستلو په باب د وکېلانو د پوښتنو په ځواب کې زياته کړه : ديوخپلواک هيوادپه توګه ، افغانستان به هيڅکله اجازه ورنکړي چې د دغه هيواد خاوره دنورو هيوادونو پرخلاف وکارول شي . اوافغانستان به دنړيوالو قوانينو په چو کاټ کې عمل وکړي .  ده په هيواد او سيمه کې دسولې اوثبات په تامينولو ، دسيمه ييزو همکاريو په پراختيا ، داقتصادي بنسټونو په جوړولو ، دوسله والو ځواکونوپه سمبالولو اوله امريکاسره دستراتيژيکي تړون په لاسليک کې په ظرفيت جوړولو اوښه حکومت کولو ټينکاروکړ. دبهرنيو چارو وزير دبن دکنفرانس د جوړولو په اړوند چې ټاکل شوې ده د ٢٠١١ ميلادي کال ددسمبر په مياشت کې اود ١٣٩٠ همجري لمريز کال دليندي په مياشت کې جوړشي دافغانستان له خوا ددغه کنفرانس داجندا دبرابرولو يادونه وکړه اوپه دې کنفرانس کې يې دافغانستان ددولت ، ښځواودمدني ټولنې په رول باندې ټينګاروکړ. مجلس دوړاندې شويو ځوابونو له اوريدو وروسته پريکړه وکړه چې دبهرنيو چارو وزير اودملي امنيت سلاکاردې دسيمه ييزو پرمختګونو اوپه دې برخه کې زياتو پوښتنو ته دځواب ورکولو په باب دولسي جرګې په يوه عمومي غونډه کې گډون وکړي

دا په داسې حال كې ده چې يادو شويوچارواكو د روانې مياشتې په څوارلسمه له امريكا سره د افغان دولت د اوږدې مودې د ستراتېژيكو همكاريو د تړون په اړه ولسي جرګې ته يو لړ معلومات وركړي وو، خو بل پلو بيا افغان دولت پلان لري چې له امريكا سره د اوږدې مودې د ستراتېژيكو همكاريو د تړون د لاسليك په هكله، چې ويل كېږي په كې د ا مريكا د نظامي اډو غوښتنه هم شوې، په راتلونكي يوه نيمه مياشت كې د افغان مشرانو او سپين ږيرو يوه دوديزه لويه جرګه راوغواړي چې په دې اړه وروستى تصميم ونيسي،پای  

 

 


May 17th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها